د رويټرز د راپور له مخې، د تحرير شام مشر ابو محمد جولاني ويلي، چې اسراییلي ځواکونه په ښکاره توګه د سوريې له پولو ور اوښتي دي او په سيمه کې نورو نښتو ته لاره هواروي.
جولاني ويلي چې اسراييلي ځواکونه د سوريې پر خاوره د بريدونو لپاره ناسم دلايل وړاندې کوي. نوموړي زياته کړې چې اسراييلو ته له سوريې څخه هيڅ ګواښ موجود نه دی.
ابو محمد جولاني همدارنګه زياته کړې، چې سوريه له کلونو اوږدې جګړې ستړې شوې او د اسراييلو يا نورو هېوادونو او ډلو سره بلې جګړې ته لېوالتيا نلري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې د سوريې له خاورې د اسراييلو خلاف کړنې تر سره کړي. د جولاني په خبره دوی تر هر څه بيارغونې او ثبات ته لومړيتوب ورکوي.