راپورونه وایي، د بریتانیا د بهرنيو چارو وزارت استازو سوریې ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له نوي رهبر او د تحریر الشام ډلې له مشر محمد الشرع/محمد الجولاني سره کتلي دي.
د بریتانیا خبري اژانس په يو راپور کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزارت دپيلوماتانو او په ځانګړي توګه د سوریې لپاره د بریتانیا ځانګړې استازې ان اسنو دمشق ته د سفر پرمهال د دغه هېواد نوي رهبر او د تحریر الشام ډل له مشر محمد الجولاني چې اوس يې خپل اصلي نوم محمد الشرع څرګند کړی، ورسره لیدلي دي.
دا لیدنه د بریتانای د بهرنیو چارو د وزیر ډیوېډ لیمي په ځانګړې سپارښتنه شوې چې څو ورځې وړاندې يې ويلي و چې ډېر ژر به يو پلاوی د سوریې له نوي موقت حکومت سره د خبرو اترو د دوو اړیکو اړیکو د پيل او پراختيا په موخه ور ولېږي، ترسره شوېده.