د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چې هېواد يې چمتو دی چې له لبنان سره په ګډه د بشار الاسد د رژيم له را پرځېدو وروسته د سوریې له نوي واکدارانو سره د بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي.
اردغان دا څرګندونې د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.
هغه زیاته کړه: “په سوریه کې يو نوی پړاو پيل شوی، او موږ د سوریې دوه مهم ګاونډيان هوډمن يو چې په ګډه کار وکړو.”
هغه ټينګار وکړ چې په سوريه کې ټيکاو په ټوله سیمه کې د ټيکاو معنی لري او له دغه جګړو ځپلي هېواد سره به د بیارغونې برخه کې پراخې مرستې وکړي.
په سوریه کې د تحریر الشام وسله والې ډلې له لوري چې د امریکا او ترکیې ملاتړ له ځانه سره لري دوه اوونۍ وړاندې د بشار الاسد رژيم نسکور کړ.