کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د یوې مرکې پر مهال، سلطان محمود غزنوي يو غل او لوټمار بللی دی.
هغه وويل چې غزنوي د غل په څېر هند ته چې د پاکستان يوه برخه وه، حمله کوله او له هغه ځایه به یې له ځآن سره مالونه را وړل.
د خواجه اصف دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغانانو له غبرګون سره مخ شوې دي.
خواجه اصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: په پاکستان کې هغه (سلطان محمود غزنوي) د بریدګر پر ځای د اتل په توګه معرفي شوی، خو زه یې اتل نه ګڼم
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پر خپلو توغندویو د غزنوي او غوري پاچاهانو نومونه ايښي چې د يو ډول ليرې واټن ويشتونکي توغندي نوم يې غزنوي دی او نسبت يې سلطان محمود غزنوي ته کېږي.