افغانستانخبرونه

طالبان نه دي توانیدلي، چې افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل ستونزه حل کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا UNDP ویلي، د طالبانو له لورې درې کاله کیږي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کر بند کړی، خو لا هم ندې توانیدلي، چې بزګرانو ته یې د بدیل ستونزه حل کړي.

دغه ادارې زیاته کړې، د نشه یي توکو کښت په بندیدو سره لسګونه زرو کروندګرو خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړي، خو د هغوی لپاره تر اوسه د اوبو منظم سیستمونه او نورو بدیلو لارو موندلو ستونزه نده حل شوې.

څه موده وړاندې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بیا په نړیوالې ټولنې نیوکه کړې وه، چې له دوی سره یې د نشه یي توکو کښت د مخنیوي په بدیل کې هیڅ ډول مرسته نده کړې.