په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په دوام؛ دغه ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ فلسطینیان وژل کړي او ۵۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د غزې د روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو په یوه تازه هوايي برید کې چې په جبالیه کې ترسره کړی، د ۷ ماشومانو په ګدون یې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، د یادو کسانو په وژل کېدو سره د اسرائيلو په برید کې تر دا مهاله ۴۵ زره ۲۵۹ تنه وژل شوي او ۱۹۷ زره ۶۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ اسراییلي ځواکونو پر کمال عدوان روغتون هم بریدونه پیل کړي او ګواښ یې کړی چې د روغتون ودانۍ به په چاودیدونکو توکو والوځوي.
بلخوا په غزه کې د حماس په یوه برید کې ۵ اسراییلي سرتیري وژل شوي او د دوی یو ټانک ویجاړ شوی دی.
د یونیسف ادارې ویلي: غزه په یوه هدیره بدله شوې، په دغه سیمه کې ماشومان په یخنۍ کې په بېلا بېلو ناروغیو اخته دي.
دوی زیاته کړې، دغه راز ۹۶ سلنه ښځې او ماشومان له غذايي اړتیاوو بې برخې دي.
په ورته وخت کې د حماس چارواکي وايي، په غزه کې ټولې ډلې د اوربند هوکړې ته نږدې شوي.
دوی ټینګار کړی، چې اسراییل باید د اوربند لپاره نوي شرطونه وړاندې نه کړي، او یواځې د اوربند پر سر خبرې اترې وکړې.