افغانستانخبرونه

طالبانو فراه کې یوه ښځه په دورو وهلې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو سترې محکمې ویلي، فراه ولایت کې یې یوه میرمن په ۳۹ دورو وهلې او په یو کال تنفیذي بند یې هم محکوم کړې.

دوی زیاته کړې، دغه میرمنې ته یې د فراه ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د دورو وهلو او تعزیرې سزا ورکړې ده.

د محکمې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه میرمن له کوره د تېښتې په قضیه کې په عام محضر کې په ۳۹ دورو ووهل شول او دغه راز په یو کال تنفیذي بند هم محکومه شوې ده.

د یادونې وړده، چې تیره ورځ هم په کندوز کې یو کس ته ورته سزا ورکړل شوې وه.