افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې يوې مدرسې ته اور اچول شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) 

راپورونه وايي، تېره شپه (د مرغومي لومړۍ) نامعلومه کسانو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ابکو صاحب په نوم يوې مدرسې ته اور اچولی دی.

پر ټولنيزو شبکو په خپرو شويو عکسونو کې ليدل کېږي، چې يوازې د مدرسې کتابتون ته زيان اوښتی او کتابونه ټول ايره شوي دي، خو نورې برخې روغې پاتې دي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د نجونو ښوونځيو ته اور اچول شوی او په يوې مدرسې کې د قران عظيم الشان نسخو ته د توهین ويډيوګانې خپرې شوې دي، خو د يوې پېښې د عاملينو په تړاو هم معلومات رسنيز نشول.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې درې میاشتې وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم نامعلومو کسانو د یوې دیني مدرسې قرانکریمونه او نور دیني کتابونه سوځولي وو.