خبرونهنړۍ

که د پاړه چنار لویه لاره خلاصه نشي، نو ټول پاکستان کې به لاریونونه پیل شي

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) د خیبرپښتونخوا د پاړه چینار خلکو ګواښ کړی، که تر راتلوونکو ۷۲ ساعتونو پورې یادې سیمې ته د تګ راتګ لویه لاره خلاصه نشي، نو په ټول پاکستان کې به لاریونونه پیل کړي.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې؛ له تیرو څو میاشتو راهیسې په پاړه چینار کې د مذهب په نوم تاوتریخوالي له امله د ماشومانو او میرمنو په ګډون تر دوه سوه پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه را پورونه زیاتوي، په یاده موده کې ګڼ شمېر کورونه، جوماتونه، هټۍ او نور عامه تاسیسات هم سوزول شوي او یادې سیمې ته د ورتګ لویه لاره هم تړل شوې، چې د سیمې خلک د خوراکي، درملو، ژمني او نورو توکو د نشتون له امله له ننګونو سره مخ شوي.

د تازه را پورونو له مخې؛ د کورمې خلکو پرېکړه کړې، که حکومت یې ورته په راتلوونکې ۷۲ ساعتونو کې لویه لاره خلاصه نکړي، نو په ټول پاکستان کې به دوی پرلتې او لاریونونه پیل کړي.

بلخوا د پاړه چنار خلکو سره د خواخوږۍ په موخه په اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، فیصل اباد، ازاد کشمېر او یو شمېر نورو سیمو کې خلکو پرلتې پیل کړي.