افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شول

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی په هڅو د پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰ افغان بندیانو خوشې شوي دي.

 د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان وګړي د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

طالب چارواکو د یادو کسانو د نیولو لامل په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرل بللي دي.

 له دې څه موده وړاندې هم د پاکستان له زندانونو ۴۴ افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې او پر غیر قانوني کډوالو یې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.