کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د سویس حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد کې پر ښځو د حجاب کولو بندیز د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټه څخه عملي شو.
رویټرز خبر ورکړی و چې د سویس حکومت له دغه قانون څخه د سرغړونې په موخه ۱۰۰۰ سویس فرانک یا شاوخوا ۱۱۰۰ امریکايي ډالر جریمه ټاکلې ده.
په سویس کې د حجاب د منع قانون په ۲۰۲۱ کال کې د یوې کوچنۍ ډلې له خوا وړاندیز شوی و، چې تر دې مخکې یې په سویس کې د جوماتونو د منارونو پر جوړولو بندیز لګولی و.