کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د بې پولې ډاکټرانو سازمان اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په خوست ولایت کې د دغه سازمان په روغتونونو کې لومړنی ماشوم زېږېدلی دی.
دغه سازمان نن (پنجشنبه د جدي ۱۳مه) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه ماشوم نوم «شبانه» ده او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه سهار زېږېدلې ده.
بې پولې ډاکټرانو ویلي، چې شبانه د مور او پلار لومړنۍ ماشومه ده.
دغه بنسټ زیاته کړه، چې له دغې ماشومې څو شېبې وروسته د هلمند ولایت د بست ښار په روغتون کې دویم ماشوم وزیږیده، چې نوم یې ورته حقمل اېښودلی دی.
د یادونې وړده، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې لومړنی ماشوم هم په خوست ولایت کې زیږیدلی و.