کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
چارواکي وایي، د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د لس بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله ۵ تنه مړه او او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د پولیسو ویاند یونس یوسفزي ویلي: دغه پېښې د لغمان اړوند کاکس او د کابل اړوند ماهیپر سیمو کې د نن ورځې په اوږدو کې د مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوي.
هغه زیاتوي، په مړو او ټپيانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي او د پېښې ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
ویل کیږي، د ځینو ټپیانو حالات هم نازک دی.
دا پېښې داسې مهال شوي چې څو ورځې وړاندې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.