خبرونهنړۍ

ترکیه: په ۲۰۲۴م کال کې مو څه باندې ۵۵ زره ناقانونه کډوال په سمندرونو کې نیولي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

ترکیي رسنۍ وایي، د تورکیې د سواحلو ګارد ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې ۵۵ زره ۴۸۴ تنه ناقانونه کډوال په سمندرونو کې نیولي دي.

د یاد هېواد ټي ارټي رسنۍ د دغه را پور په خپرولو سره لیکلي:  تورکیې  ساحلي ګارد قوماندانۍ په ۲۰۲۴ کال کې په خپلو عملیاتو کې ۵۵،۴۶۷ غیرقانوني کډوال او ۴۸۴ د کډوالو قاچاق وړونکي نیولي دي .

د دغه را پور له مخې؛ د ترکیې د ساحلي ګارد واحدونو د ژوند ژغورنې دندو په لړ کې ۱۳۴۵ پلټنې او ژغورنې عملیات ترسره کړي، چې په دغو عملیاتو کې ۲۴،۲۲۳ کسان ژغورل شوي دي.

د اناتولي اژانس د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ساحلي ګارد قوماندانۍ تر مسؤلیت لاندې په ټولو سمندرونو کې ۲۰۰۵ د غیرقانوني کډوالۍ پیښې رامنځته شوې دي.