افغانستانخبرونه

د افغانستان بانک نن ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړل

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

 د افغانستان بانک مسوولان وايي چې نن یې«۱۵»میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړل.

دغه بانک په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې یاد شمیر ډالر یې د افغانیو د ارزښت ساتنې او ثبات لپاره بازار ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې وه چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي و چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.