خبرونهنړۍ

امریکا کې اورلګیدنې له امله۱۰ تنه مړه او ۱۰ زره ودانۍ سوزول شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا په لاس انجلس ایالت کې د اورلګیدنې له امله تر دا مهاله لس تنه مړه شوي او د استوګنې، دفترونو او نورو په ګډون شاوخوا لس زره ودانۍ سوزول شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ د دغه اورلګیدنې له امله شاوخوا اته میلیارده ډآلر تاوان اوښتی، ‍۱۷۹ زره کسان له کورونو د خوندیتوب په موخه ویستل شوي او ۲ سوه زره نورو ته د خپلو کورونو د پرېښودو په موخه د چمتوالی سپارښتنه شوې.

که څه هم په یاد ایالت کې د اور وژنې ډلې هڅه کوي، چې اور مړ کړي، خو په ډیری سیمو کې اور له کنټروله وتلی او د اور وژنې ډلې یې په مړ کولو کې پاتې راغلي.

د کلیفورنیا ایالت د اور وژنې ادارې په وینا دغو اورونو تر اوسه پورې په لاس انجلس کې څه باندې اویا زره جریبه ځمکه سوځولې ده.