کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د وزیرمحمداکبر خان ۱۶م پړاو دویمه درجه ولایتي لوبې نن په رسمي توګه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه سیالي د هېواد په څلورو ولایتونو کې کېږي چې د جنورۍ له یوولسمې د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړونه هم ټاکل شوي دي. دغه لوبې د کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ کرېکټ لوبغالو کې ترسره کیږي.
د مهالوېش له مخې دغه ۵۰ اووره سیالي به هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۴۰ لوبډلو ترمنځ په اتو ګروپونو کې ترسره شي او هره لوبډله څلور لوبې وکړي.