کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران ولسمشر وایي، په افغانستان کې د طالبانو سره د دغه هېواد د حق ابې یا اوبو حق په اړه خبري کوي.
د یاد هېواد ایرنا خبري اژانسص وایي، مسعود پزشکیان دغه څرګندونې پرون سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال کړي .
هغه وويل: ټاکل شوې د دغه ولایت والي د ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره د اوبو دحق په اړه خبرې اترې وکړي، دغه راز په دغه اړه نور اقدامات هم شته، چې د یاد ولایت والي او د انرژۍ د وزیر لخوا به تعقیب شي.
په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هرات له پاشدان بند څخه د اوبو د ایستلو په غبرګون کې د ایران د اوبو د بندیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
خو مولوي عبدالکبیر چې په دې وروستیو کې د طالبانو د سیاسي مرستیال له دندې لرې شوی، د ایران د اندېښنې په ځواب کې ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ د اوبو د حقونو مسئله په تفاهم حل شوې او په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې کېدای شي، پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقاي ویلي وو، هېواد یې د افغانستان له سیندونو د خپلو اوبو د حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره له ټولو لارو کار اخلي.