خبرونهنړۍ

په خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښې له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د پاکستان خیبر پښتونخوا په کرک سیمه کې د بس او ټیلر موټرو د ټکر له امله لس تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د کرک کلیمه څلور لارې په عمومي سړک رامنځته شوې، چې له امله یې ۷ تنه د پېښې په ځآی او ۳ نور وروسته په روغتون کې مړه شوي دي.

ویل کیږي، د یادې پېښې په ټپيانو کې هم د څو تنو حالات نازک دی.