کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات والي شیخ مولانا اسلامجار او د ټاپي پروژې عمومي رییس محمد مراد امانوف د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا په تړاو خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امانوف په دې کتنه کې ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ګازو د نل غځولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه درې کیلو متره نل غځول شوی دی.
ورتهمهال د هرات والي د دې پروژې د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ټاپي پروژه ګډه سیمهييزه پروژه ده چې په پلي کېدو سره یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.
دا پروژه ټولټال ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۲۰۷ کیلومټره یې د ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومټره د افغانستان او ۸۲۶ کیلومټره یې هم د پاکستان له خاورې تېرېږي او د هند تر پولې پورې دوام کوي.