افغانستانخبرونه

د ترکيې تازه بشري مرستې کابل ته راورسېدې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

ترکیي چارواکي ویلي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د بشري مرستو ۲۱م رېل ګاډی تېره ورځ هرات ته را ورسېد.

په کابل کې د ترکیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ۷۲۴ ټنه مرستو کې درمل او خوراکي توکي شامل دي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست شهاب الدین دلاور په حضور په یو لړ مراسمو کې افغان لوري ته سپارل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې ترکیې له دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې ترسره کړي دي.