افغانستانخبرونه

نیمروز کې ۲۷ هټۍ د بهرنیو اسعارو کارولو له امله تړل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

 په نیمروز کې ځایي سرچینې وایې چې طالبانو په دغه ولایت کې ۲۷ هټۍ د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې له امله تړلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې طالبانو یادې هټۍ د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې تړلې دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو له دې وړاندې په دغه ولایت کې عام خلک او هټۍ وال د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د «تومان» له کارولو منع کړي وو.

نیمروز د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې تر ډيره په کې راکړه ورکړه په ایراني تومانو ترسره کیږي.