افغانستانخبرونه

د افغانستان بانک وایې د اسعارو ټول بازارونه یې تر کنترول لاندې دي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په بازارونو کې  د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له راټیټیدو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري.

یاد بانک په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې د بیو او مبادلې نرخ د ثبات لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

دغه بانک زیاته کړې چې اړینې سرچینې په واک کې لري او د اړتیا پر مهال به د پولي بازارونو  او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کړي.

سره له دې چې نن د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې وپلورل خو لاهم د افغانیو ارزښت مخ په کمېدو دی.

د یادونې ده چې له څو ورځو راهیسې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوېدلی دی.