افغانستانخبرونه

د احمد شاه بابا د کور د بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په کندهار ولایت کې یې د احمد شاه بابا د کور د بیا رغونې چارې نوي سلنه بشپړې کړي.

دغه کور د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، چې په ۲۰۱۹م کال کې د احمدشاه بابا کورنۍ ته اړوندو کسانو لخوا د کندهار ښاروالۍ ته سپارل شوی وو.

د ستر امپراطور احمد شاه بابا کور چې له ۳ سوه کالونو زیاته مخینه لري، د تېر حکومت پر مهال يې د استملاک چارې بشپړې شوې وې.

هغه مهال چارواکو ویلي وه چې په دغه کور کې به موزيم جوړ کړي او يا به يې په خپل اصلي شکل د سېلانيانو پر مخ پرانستى وساتي.