کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په نیمروز ولایت کې طالبانو له صرافانو سره په لیدنه کې ویلي، چې بهرنیواسعارو هر ډول معامله جرم دی او ټول باید د افغانیو ترویج لپاره کار وکړي.
د طالبانو د نیمروز والي محمد قاسم خالد د دغه ولایت د صرافانو اتحادیې غړو سره په لیدنه کې ویلي، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او ټول باید دغه هویت ته ژمن اوسي.
هغه زیاته کړې، په بهرنیو اسعارو پیر، پلور او نوره سوداګري ترسره کول جرم دی او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي، چې یاده کړنه ترسره کړي.
طالبان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې په وروستیو کې د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې کم شوی دی.