خبرونهعجایبنړۍ

د اعتراض نوې بڼه؛ سربیا کې لسګونه زره کسانو په یو ځل د خپلو ټلیفونونو څراغونه روښانه کړل

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د سربیا پلازمینه بلګراد کې لسګونه زره کسانو پرون په نوې بڼه اعتراض ترسره کړ، دوی په یو ځل د خپلو ټلیفونونو څراغونه د ۱۵ دقیقو لپاره روښانه او چوپ پاتې شول.

دغه اعتراض کوونکو په یادې کړنې سره بلګراد کې د اورګاډي تمځآی د چت نړیدو د قربانیانو یاد تازه کړ او په رامنځته شوې پېښه کې چارواکي په ناغېړۍ تورن کړل.

د بلکراد دولتي پوهنتون محصلینو چې دغه لاریون یې تنظیم کړی و، د پېښې عاملینو عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کوله.

د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه په یاد هېواد کې د نوی ساد تمځای نوی ترمیم شوی کانکرېټي چت ونړیده، چې له امله یې ۱۵ تنه مړه او دوه تنه ټپیان شول.