کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په غزني ولایت کې د یوه ځايي سوداګر په مالي ملاتړ د ۲۰ جوړو د ډله ییز واده مراسم ترسره شول. دغه مراسمو مالي ملاتړ کوونکی سید ګل احمد معتمدي وایې، شل بېوزله نجونې او هلکان چې د واده لګښت یې نشوای برابرولی، ورته د ډلهییز واده مراسم جوړ شوي و.
نوموړی زیاتوي چې واده د اسلام یو اصل دی او د اسلامي احکامو په تطبیق سره د کورنیو د پاشلو مخه نیول کېدای شي.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې په ودونو کې د بېځایه لګښتونو او ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي، ترڅو بېوزله ځوانان د دغو لګښتونو له امله منکراتو یا ناقانونه سفرونو ته اړ نه شي.
هېواد کې د بېوزلۍ کچې لوړېدو ترڅنګ د وادونو لوړ لګښت او لوړ ولور د دې لامل شوی چې ګڼشمېر ځوانان د دې لګښتونو برابرولو لپاره له هېواده بهر په قانوني او غیرقانوني توګه په مزدورۍ لاړ شي.