د هیواد په ختیخ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي په دولتي روغتونونو کې د درملو له کمښت شکایت کوي او وايي، ډير کله وي چې د خپلو ناروغانو د اړتیا وړ درمل په لوړبیه له درملتونونو څخه په لوړه بیه وپېري.
د ننګرهار اوسېدونکی عبدالله چې خپله میرمن یې د درملنې په موخه د د دغه ولایت سیمه ییز روغتون ته راوړې وایې، چې په روغتون کې د درملو د کمښت له امله اړ شوی چې یوه نسخه درمل له یوه خصوصي درملتون څخه په ۸۵۰ افغانۍ وپېري.
سید عبدالله زیاتوي:«میرمن مې ناروغه ده او دلته روغتون ته مې د درملنې لپاره راوړې، خو دلته درمل نشته او ډیر کله مجبوره یم چې درمل له شخصي درملتون څخه وپېرم ځکه روغتون کې درمل نشته.»
نوموړی په روغتونونو کې د درملو کمښت یوه اساسي ستونزه بولي او وایې، له همدې کبله زیاتره ناروغان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وایې، د ورځې سلګونه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي چې اکثریت یې ماشومان دي. د هغه په وینا، روغتون کې د امکاناتو کمښت او د برښنا او اکسیجن نه شتون له امله یو شمېر ناروغان مړه کېږي هم.
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی شاه جهان هم ورته شکایت کوي او وایې ددې ولسوالۍ په دولتي روغتیایي مرکز کې د درمل خلاص شوي او خلک اړ دي چې د اقتصادي ستونزو سره سره له شخصي درملتونونو درمل وپېري.
د هغه په خبره زیاتره خلک د اقتصادي ستونزو له امله له روغتون بهر د درملو توان نهلري او په وینا یې، روغتون کې باید د اړتیا وړ درمل برابر شي.
شاه جهان زیاتوي:«په روغتون کې درمل نشته او هر ډاکتر راته وایې، چې باید ناروغ لپاره درمل له بهر درملتونونو څخه په شخصي پېسو وپيرم، وس یې نه لرم له نورو خلکو مې پېسې قرض کړي خو دلته په روغتون کې درمل نشته او ټول ناروغان له دې ستونزې سره مخ دي.»
د کونړ په ګاونډ نورستان کې هم په روغتیایي مرکزونو کې د درملو له کمښت شکایتونه کیږي.
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي نقیب الله چې لور یې پر سینه بغل ناروغۍ اخته دی او د درملنې لپاره یې د نورستان یو روغتیایي مرکزته راوړې وایې، که څه هم د اقتصادي ستونزو له کبله پر دولتي روغتونونو بیروبار ډېر شوی، خو هلته د بستر او درملو اسانتیاوې نشته.
نوموړی د طالبانو له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د دغه ولایت په مرکز او د ولسوالیو په دولتي روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې دې د درملو د کمښت ستونزه حل کړي.
نقیب الله زیاته کړه:«نورستان کې روغتیایي خدمات په نشت حساب دي ځکه په زیاتره روغتونونو کې درمل په خلاصیدو دي او خلک اړ دي چې په شخصي پېسو درمل واخلي، دلته د هوا په سړیدو سره موسمي ناروغۍ هم زیاتې شوي؛ له حکومت او موسساتو غوښتنه کوو چې نورستان دا ستونزه حل کړي.»
بلخوا د لغمان اوسېدونکې هم وایې چې دا مهال په زیاتره دولتي روغتیایي مرکزونو کې یوازې د عادي ناروغۍ درمل پیدا کېږي او د لوړې بیې درمل شتون نهلري.
په همدې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل بیا وایې، په ټولو روغتیایي مرکزونو کې په کافي اندازه درمل شته او د اړتیا پرمهال ناروغانو ته ورکول کېږي.
نوموړی روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت ادعا په کلکه ردوي او وايي چې د درملو د کمښت په برخه کې هېڅ ستونزه نشته.
امرخېل زیاته کړه:«په ټولو روغتیایي مرکزونو کې په کافي اندازه درمل شته او مونږ له نورو نړیوالو مرستندویه موسساتو سره په تماس کې یو، چې لا زیاتې مرستې په روغتیایي برخه کې وکړي اوسمهال هر روغتون ته په کافي اندازه د ناروغانو په تعداد درمل ورکول کیږي.»
په دولتي روغتونونو کې داسې مهال ناروغان او ناروغ لرونکي د درملو له کمښت شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له کبله د شخصي روغتونونو پر ځای دولتي روغتونونو ته د ورتلونکو ناروغانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.