خبرونهنړۍ

په ایران کې د الوتکې د لویدو پېښه کې درې سرتېرې وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

رسنۍ وایي، په ایران کې د یوې روزنېزې الوتکې د لویدو پېښه کې د دې هېواد درې امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دغه الوتکه نن چهارشنبه د مهراباد هوایي ډګر څخه الوتنه کړې وه، چې تهران ته د ستنیدو پر مهال په لاره کې غورځیدلې.

دغه مرکز ویلي دي چې دغه روزنیزه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لویدلې ده.