افغانستانخبرونه

هرات کې طالبانو د تېلو ۶۰ هټۍ تړلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هرات کې د طالبانو محلي مسوولان وایې چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د تېلو ۶۰ هټۍ، د خوندیتابه اړوند سپارښتونو د نه‌رعایتولو له امله تړلي دي.

په هرات کې د طالبانو د نفت‌ او ګازو ریاست استازی روزالدین وايي، چې دغه هټۍ د هرات ښار په ۱۳ ناحیه کې د اورلګېدنې مخنیوي او عامه نظم ښه‌والي لپاره تړل شوي.

هغه همداراز ټينګار وکړ چې د یاد ولایت د تېلو پلورونکو هټیو ته ۱۴ ماده‌ییز لارښوود ورکړل شوی او په وینا یې، که دغه مادې چا رعایت نه‌کړې، قانوني چلن به ورسره وکړي.

په دې ۱۴ ماده‌ییزه لارښود کې ویل شوي چې د تېلو پلورونکي هټۍ باید د خونديتابه او اطفایې وسایل ولري، د تېلو سټېشن څخه باید ۲۵۰ مټره واټن مراعت کړي، هغو ودانیو کې باید فعالیت ونکړي چې پورته پوړونو کې یې، د هستوګنې کورونه وي او ځینې نورې سپاښتنې هم هټۍ‌والو ته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په سیمو او خاص ډول سوداګریزو مارکېټونو کې د اور لګېدنې پېښې زیاتې شوي، چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.