کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هرات کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې یو کس د اقتصادۍ ستونزو له کبله ځان وژنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پېښه د ګلران ولسوالۍ اړوند«چاه قرغک»سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره په یاده سیمه کې د داوو په نامه یو ۳۰ کلس خپل ځان یې زندۍ کړی او مړ شوی دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې د یاد کس د کورنۍ له قوله ویلي، چې نوموړي عصبي ناروغي لرله او له همدې امله یې ځانوژنه کړې ده.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې د ځانوژنې پېښې رامنځته شوي چې مسوولانو یې لاملونه، کورنی تاوتریخوالی، رواني ناروغۍ او بېوزلي یاد کړي دي.