کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې پاکستان په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ترڅنګ د دوی د شړلو لړۍ پیل کړه، په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د سره صلیب څخه دغه کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې.
هغه د سره صلیب د عمومي منشي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو بحراني حالات په اړه دې بېړني اقدامات ترسره شي.
هغه په دې کتنه کې د سرپناه، روغتیا او پوهنې په برخو کې د بشري مرستو غوښتنه کړې، دغه راز یې زیاته کړې، دغه کسان په اوسنیو حالاتو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
کریمي زیاته کړه، ډېر شړل شوي افغانان په پاکستان کې د اقتصادي امنیتي بحرانونو له امله خپل وطن ته ستانه شي، خو اوس له جدي ستونزو لکه د خوړو د کمښت او لومړیو امکاناتو له نشتون سره مخامخ دي.
په دې کتنه کې د سره صلیب استازي په افغانستان کې د انساني حالت په اړه اندیښنه ښودلې او ژمنه یې کړې، چې دغه اداره چمتو ده په نړیوالو ملګرتیاو سره د دغه کډوالو د ژوند له ښه کولو سره مرسته وکړي.