کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په هلمند کې طالب سیمه ییز چارواکي وایې چې، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالي کې د ۲۱۷۰۰۰ ډالرو په لګښت د درې چکډېمونو چارې بشپړې شوې.
د هلمند لپاره د طالبانو د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وایې، دغه چکډېمونه د هلمند د نوزاد ولسوالي په خواجه جمال، بادخانې او تورخان سیمو کې جوړ شوي دي.
د هغه په خبره یاد چکډیمونه د زرګونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري چې ورسره به د ځمکې لاندې د اوبو سطحه هم لوړه شي.
د نوموړي د مالوماتو پر اساس د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د اوبو د کمښت له امله تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته بېځایه شوې دي.