افغانستانخبرونه

طالبانو په کابل کې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز لګولی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو موټرو فعالیت یې د تخنیکي ستونزو او د څوکیو زیاتوالي له کبله درولی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاتوي چې دا پرېکړه یې د مسافرو د امنیت خوندیتوب او د لېږدرالېږد وسایلو د سټنډرډ کولو په موخه کړی دی.