افغانستانخبرونه

پاکستان افغان سوداګرو ته د بانکي تضمین شرط بدل کړی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وایي، اسلام آباد له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ لپاره د بانکي تضمین شرط بدل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا پریکړه د افغان سوداګرو او مصرف کونکو د ملاتړ لپاره شوې ده.

هغه دا اقدام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په لور یو ګام بللی.

پخوا افغان سوداګر  اړ  وو چې د لوی بار  وړلو واردولو لپاره بانکي تضمینونه ورکړي.

د سوداګرۍ د لګښتونو د زیاتوالي سربیره، دا طریقه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې یو له لویو ننګونو څخه ګرځیدلې وه