افغانستانخبرونه

ایران په دغه هېواد کې ۱۵ سوه افغان بندیان طالبانو ته سپاري

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د ایران قضايي چارواکو سره د طالبانو د سترې محکمې ادراي مرستیال په لیدنه کې هوکړې ته رسیدلي، چې دغه هېواد به ۱۵ سوه افغان بندیان طالبانو ته وسپاري.

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني چې د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی و، د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي سره لیدلي.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د قضايي همکاریو د پیاوړتیا، په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت او په دې هېواد کې د افغان کډوالو د حقونو په اړه بحث کړی.

غریب آبادي په دې لیدنه کې ویلي،  ایران به په نږدې راتلونکي کې پنځلس سوه افغان بندیان افغانستان ته وسپاري.