خبرونهنړۍ

نایجیریا کې د تیلو ټانکر کې د چاودنې له امله ۷۰ تنه وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د نایجیریا هېواد په شمالي سیمه کې د تیلو ټانکر د چاودنې له امله اویا تنه وژل شوي دي او ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

د نایجیریا د سړک د خوندیتوب د پولیسو په وینا، د تېل وړونکي لارۍ د چپه کېدو له امله د سړک غاړې ته د توی شویو تیلو له امله د تېلو ټانکر چاودنه کړې.

د یادولو وړ ده چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې هم په نایجیریا کې د تیلو په یوه ټانکر کې د چاودنې له امله ۱۴۷ تنه وژل شوي وو.