خبرونهنړۍ

ډونالډ ټرمپ نن د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه کوي

کابل ټيليګراف (د دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا منتختب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د دویم ځل لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه لوړه کوي.

د را پورونو له مخې؛ د ټرمپ د لوړې مراسمو ته بشپړ چمتوالی نیول شوی، د سپینې ماڼۍ درې کیلو متره فاصله کې د موټرو تګ راتګ باندې بندیز لګیدلی او یاده سیمه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې نیول شوې ده.

په واشنګټن کې نن د حرارت درجه منفې ۱۱ ده او له همدې امله د ټرمپ د لوړې مراسم په سرپټې تالار کې ترسره کیږي، چې یواځې ۶ سوه کسان په کې ځآیږي.

ټرمپ تېره ورخ په هغه الوتکه کې واشنګټن ته ولیږدول شو، په کومه کې چې جوبایډن له یاد ایالات څخه ولیږدول شو.

ټآکل شوې ټرمپ د لوړې مراسمو وروسته سل مهم فرمانونه لاسلیک کړي.

ویل کیږي، د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې به پخوانی ولسمشران جوبایډن، اوباما، بوش او کلینټن یو هم ګډون ونکړي.