کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)
په کندز کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو استخباراتو څلور کسان د شپې مهال د بنډار جوړولو او « دمبورې» غږولو په تور نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې د امیر شاه، الماس، فریدون او شمس الله په نامه دغه کسان څو اوونۍ وړاندې د طالبانو استخباراتو د کندز د علي آباد ولسوالۍ په «خیلي ګدا» کلي کې نیولي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې چې نیول شوي کسان د طالبانو له خوا د دمبورې غږولو او د شپې مهال د بنډارجوړولو په تور په درې میاشتې بند محکوم شوي دي.
په کندز کې ځایي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو په رسېدو سره پر موسیقۍ بندیز لګول شوی، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو له لوري د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمیر کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیول شوي دي.