افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو کس د خپل ورور د وژلو په تور نیول شوی

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یې یو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیولی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طایب حماد وایې، چې دغه کس څه موده وړاندې د سره رود ولسوالۍ په احمدزیو کلي کې خپل ورور د ځمکې پر سر د شخړې له کبله په ډزو وژلی و.

نوموړی زیاتوي یاد کس له پېښې وروسته پاکستان ته تښتېدلی و، چې له اتو میاشتو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو او د دوی لخوا ونیول شو.

د هغه په خبره نیول شوی کس اوس مهال په یاده اداره کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی، چې وروسته به د قانوني کړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.