کابل ټيليګراف (دلوې لومړۍ– ۱۴۰۳ لمريز)
په غزني، هرات او لغمان ولایتونو کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند کې د یو «فیلډر» موټر چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز د دغه ولایت مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې بیا یو مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر کړی چې لامله یې یو کس مړ دی او پنځه کسان ټپیان دي.
بلخوا په هرات کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په انجیل او ادرسکن ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو پرمهال یو کس مړ او یوولس نور ټپیان شوي.
په ورته مهال د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې یو موټرسایکل له پلچک سره جنګېدلی چې په پایله کې یې دوو کسانو ساه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي او د طالبانو د ترافیکو د عمومي ریاست د مالوماتو له مخې په دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو په کچه کې پنځه برابره ډېروالی راغلی دی.
د سړکونو خرابوالی، د موټروانانو بېاحتیاطي او ترافیکي قوانینو او نښو ته نه پاملرنه بیا په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.