خبرونهنړۍ

لاس اینجلس کې اورلګیدنې یو ځل زور اخیستی

کابل ټيليګراف (د دلوې ۲مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا متحده ایالاتونو کیلیفورنیا ایالت لاس اینجلس کې د جنورۍ په اومه لګیدلی اور په بشپړ ندی مړ شوی او په وروستیو کې یو ځل بیا زور اخیستی.

د راپورنو له مخې؛ تر دې دمه د یادې اورلګیدنې له امله ۲۷ تنه وژل شوي.

رسنیو تازه خبر ورکړی، چې امریکایي چارواکي د دغه اور په کنټرول کې په لومړیو کې بریالي شوي وو، خو اوس یو ځل بیا دغه اور زور اخیستی.

په یاده سیمه کې د روانې اونۍ په ترڅ کې د هیڅ ډول اورښت امکان هم ندی اټکل شوی.