
کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پکتیا کې د طالبانو ځایي چارواکي وایې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ شوی او ٨ نور ټپیان دي.
پکتیا کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې لومړۍ ترافیکي پېښه د ګردېز – خوسـت لویې لارې اړوندې غلګۍ سیمه کې ددوو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې پرمهال یو تن مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز دویمه پېښه د درې پوستې په سیمه کې د ټېلر او امبولانس ترمنځ شوې چې په پایله کې ٤ تنه ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې د ځایي طالب چارواکو له قوله ویل شوي چې ټپيان پر وخت روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په افغانستان کې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي.