خبرونهنړۍ

فرانسې د بشارالاسد د نیولو امر ورکړی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د فرانسې قضایي قوې د سوريې د پخواني ولسمشر بشارالاسد نیولو حکم صادر کړی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزار ت ویلي: “د فرانسې قضايي قوې د بشارالاسد د نیولو امر صادر کړی دی او په وینا یې هغه جرمونه چې په په صیدنایا محبس کې لیدل شوي، بې سزا به پاتې نشي.

دغه وزارت زیاته کړې، فرانسې د سوریې د خلکو لپاره د عدالت د تامین لپاره ژمنه ده او لړۍ  به دوام وکړي.

د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر  د یوې اعلامیې له مخې، فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ  چې د سوریې الاصله فرانسوي وګړي  د مړینې  په اړه د روانو  تحقیقاتو په چوکاټ کې، چې په ۲۰۱۷ کال کې په سوریه کې مړ شوی وو د جنوري په ۱۶مه د اسد د نیولو امر غوښتنه وکړه .

د فرانسې د قضايي سرچینو د یوې اعلامیې له مخې، د څېړنو مسؤلو قاضیانو د جنوري په ۲۰مه د اسد د نیولو امر په دې دلیل صادر کړ چې هغه د ملکي وګړو په وړاندې د وژنې او قصدي بریدونو له امله په جنګي جرمونو کې ښکیل و.

بشارالاسد دا مهال په روسیې کې استوګن دی.