خبرونهنړۍ

ترکیې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته په حلب کې قونسلګري پرانیسته

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

وروسته له هغې چې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت ړنګ شو، ترکیې هېواد له دولس کلن ځنډ وروسته د دغه هېواد په حلب ښار کې خپله قونسلګري پرانیسته.

ترکیه یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې په سوریه کې د نوې واکمنې ډلې یو له مهمو ملاتړو څخه ګڼل کیږي.

تر دې وړاندې د نوې واکمنانو په راتګ سره په ګڼ شمېر هېوادونو کې هم د سوریې سفارتونه له اوږده ځنډ وروسته پرانیستل شول.