کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په افغانستان کې د سعودي عربستان له سفیر سره د لیدنې په ترڅ کې په سیاسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو خبري کړي.
د را پورونو له مخې؛ دغه لیدنه چې د افغانستان دفاع وزارت کې ترسره شوې، په ترڅ کې په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي او د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په دوه طرفه اړیکو، بشر دوستانه مرستو، اقتصادي، سیاسي او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه او خبرې کړي.
د طالبانو دفاع وزیر په کابل کې د سعودي عربستان سفارت پرانیسته هم یو مهم اقدام بللی.