کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په لغمان کې د طالبانو د علماوو مرکزي شورا ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۰۷ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوي دي.
د یادې شورا مشر مولوي عبد الباقي مظهري نوري ویلي، د خلکو ترمنځ د اوسنیو او پخوانیو دښمنیو د هواري په موخه ځانګړې کمېټه جوړه کړې او هڅه کوي چې د ولسونو او قومونو ترمنځ روغه جوړه وکړي.
له دې څه موده وړاندې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي و، چې د طالبانو په تېره درې کلنۍ واکمنۍ کېهېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوي دي.