کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره ډېری ماشومان د تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ شوي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅې یې پیل کړي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روغتونونو ته درمل او نور تجهیزات انتقال کړي
بلخوا ډاکتران وايي، سینهبغل تر پنځه کلنۍ کمعمره ماشومانو کې یوه عامه ناروغي ده چې تبه، ټوخی او ژر ژر نفس اېستل یې له مهمو علایمو څخه دي.
ډاکتران دغه راز پر سینهبغل ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي لاروچارو په اړه وايي، چې ماشومان بايد واکسین شي او هغه ماشومان چې پر سينه بغل اخته وي، له نورو جلا شي.