خبرونهنړۍ

یو افغان په جرمني کې د چړې په ګوزار د یو ماشوم په ګډون ۲ تنه وژلي

کابل ټيليګراف (د سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د جرمني پولیس وایي، هغه اته ویشت کلن افغان یې نیولی، چې د دغه هېواد په اشافنبورګ ښار په یوه پارک کې د چړې به ګوزارونو سره د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل او دوه تنه نور یې ټپیان کړي.

پولیس وایي، په ټپیانو کې هم یو دوه کلن ماشوم شامل دی، چې د سختو ټپونو له امله روغتون ته لیږدول شوی دی.

د دغه پېښې وروسته په سیمه کې خلک را ټول شوي، د قربانیانو په یاد یې شمعې بلې او د پېښې له عاملینو سره د سختې سزا غوښتنه کړې.