کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چک جمهوریت د برېښنا تجهیزاتو تولید او عصري سیسټمونو جوړولو شرکت سره د برېښنا تولید برخو کې د پانګونې ګډ هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد هوکړه لیک د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او دغه راز د چک جمهوریت د برېښنا تجهیزاتو تولید او عصري سیسټمونو جوړولو شرکت له مسوول ډیویډ ویټیک ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د برېښنا شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هوکړه لیک له مخې به د چک هېواد په افغانستان کې د برېښنا په تولید سربېره، په تخنیکي برخو کې هم پانګونه کوي.